07/04/2026
ايران ته ټاکل شوي ضرب الاجل نهايي کېدو ته د وخت له نږدې کېدو سره دا بحث د ټولنيزو شبکو پر يوې ګرمې موضوع بدله شوې، چې ښايي د ټرمپ اشاره پر ايران د اټومي وسلو کارولو ته وي.
د نړيوالو څارونکو سازمانونو د راپورونو له مخې، پر ايران د امريکا له اټومي بريدونو سره متضررو هېوادونو ته هم اشاره کېږي، چې افغانستان هم پکې دی.
عراق، سعودي عربستان، پاکستان، هند، ترکيه، متحده عربي امارات، عمان، کويټ، بحرين، اذربایجان او ارمنيا هم په يو نه يو ډول له دې قضيې سره تړلي او اغېزمن هېوادونه ګڼل کېږي.
افغان ساينسپوه محمد تنها ليکلي، په ايران کې د راډیواکټیف اضطراري حالت له رامنځته کېدو سره بايد په ګاونډ کې د پرتو ولايتونو اوسېدونکي هم احتمالي تياری ولري: «لومړی خو وړانګې تر دېرش کيلومټره شاوخوا چاپيريال ډېر اغېزمنوي، خو تر ۳۰۰ کيلومټرو پورې هم تللای شي، که باد، وريځ او باران وي ضررناکې وړانګې تر ۳۰۰ کيلومټره ور هاخوا هم تللای شي.»
نوموړي زياته کړې، پداسې حالت کې هڅه وکړئ په لومړيو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې په کور او يا هم ځمکتلو کې پاتې شئ. که چېرې وريځ وي، باد او باران وشي او تاسو دباندې ياست، نو کورته په رسېدو کالي بدل کړئ، ځانونه ومينځئ او هغه کالي بيا مه کاروئ. د کورونو او موتړو کړکۍ بندې وساتئ، ايرکنډېشنونونه او د هوا تصفيې وسايل مړه کړئ. کړکيو ته نږدې مه کېنئ، تر اتلس کاله ټيټ ماشومان، مېندواره مېرمنې او ناروغان ډېرې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. که مو سر ګرځېدو، خوا مو را ګرځېده، بېحاله وئ، نو حتمن ځان ډاکټر ته ورسوئ!
ساينسپوه محمد تنها په پای کې يادونه کړې، چې د ايران ټولې اټومي بټۍ له افغانستان څخه لرې دي، خو بيا هم احتياط ډېر پکار دی، په تېره بيا له ايران سره پر پوله ولايتونو وګړي دي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
که څه هم امريکا رد کړې او وايي، له دغه ګواښ څخه يې هدف اټومي بريد ندی.
©️Copy